سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معين له ايراني هيئت سره وکتل

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :   
د بهرنيو چارو وزارت  اداري او د منابعو معين ډاکټر نصيراحمد انديشه نن   د ايران داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال  او د دغه وزارت  د سياسي  اونړيوالو مطالعاتو د مرکز له رئيس ډاکتر سيدمحمدکاظم سجاد پور    سره  وکتل.
دبهرنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
ډاکتر سجاد پور او ملګري هيئت يې د سيمه ييزو تعاملاتو  او د افغانستان او ايران په اړيکو د هغه داغيزو په غونډه کې د ګډون په مقصد کابل ته سفرکړى دى.
په دې کتنه کې  ډاکټر انديشه   د هېوادونو   داړيکو په څېړنه او تحليل کې د ستراتيژيکي مطالعاتو د مرکزونو رول مهم وباله   او دافغانستان داسلامي جمهوريت او د ايران  د اسلامي جمهوريت  د بهرنيو چارو  د وزارتونو دستراتيژيکي مطالعاتو دمرکزونو ترمنځ دغونډو او اړيکو په دوام يې ټينګاروکړ.
په دې کتنه کې دايران د بهرنيو  چارو  د وزارت مرستيال  د دواړو هېوادونو  داړيکو دارزښت په باب  خبرې  وکړې اوپه بېلابېلو برخو کې يې داړيکو په پراختيا ټينګار وکړ.            پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته