امنیت

دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
دنيمروز ولايت په يوه واټ کې دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول .
  ددغو پوځيانو دسپرلۍ موټر په خاش ولسوالۍ کې  دګزمې په وخت کې په سړک کې په  ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دنيمروز ولايت دملي امنيت يوه کارکوونکې چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه پوليسان ټپيان شول او رنجر موټر يې ويجاړ شوى دى .
ده وسله وال طالبان ددغې چاودنې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې  او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته