کابل باختر د وري څلورمه :
يوتن په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکوسره ونيول شو.
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه سړى نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوموټر کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې له تګلوري څخه مارکو بازار ته وليږدوي چې په جلال اباد ښار کې ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې څه ناڅه يوسلو پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي . ده وويل نيول شوى سړى په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف وکړ چې غوښتل يې دغه نشه يي توکي دمارکو بازار ته وليږدوي .
ختم+_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ