فرهنګ

قزاقستان په دغه هېواد کې دباخترګنجينې آثارود نندارتون د جوړولو غوښتنه وکړه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٩ :
په کابل کې د قزاقستان د سفارت مستشار داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست پوهاند محمدرسول باوري سره په  کتنه کې  په دغه هېواد کې دباختر ګنجينې آثارو دنندارتون د جوړولو په باب دخپل هېواد علاقمندي څرګنده کړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې په کابل کې د قزاقستان سفارت مستشار انوراسماعيل اوف څرګنده کړه  چې  قزاقستان علاقمنددى  دافغانستان دباخترګنجينې آثارپه دغه هېوادکې دنندارې لپاره وړاندې کړي.
دغه رازداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دافغانستان له خلکو سره په بيلابيلو برخو کې د قزاقستان د ښو اړيکو اونيکو همکاريو  له امله د  قدردانۍ په يادولو سره  وويل :او  وعده يې وکړه  چې  د افغانستان د اسلامي جمهوريت دکابينې دحکم او د قانوني پړاونو له  بشپړولو وروسته  د باختردګنجينې اثار به چې اوس په  چين هېواد کې دنندارې لپاره وړاندې شوې دي ، په  راتلوونکي کې د قزاقستان هېواد  نندارتون  ته  وليږدول  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته