سیاست

مارشال فهيم په قندهار ولايت کې تروريستي بريد په سختوالفاظوسره وغانده

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٧ نيټه :

دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم  دقندهار په ولايت کې دافغانستان دخلکو ددښمنانو نننۍ بريد چې له امله يي زموږ دوه ويشت تنه هيوادوال شهيدان اويو شميرنوريې ټپيان شول په کلکه وغانده  

باختراژانس ته د جمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې د جمهوري رياست سرپرست ځان وژنه دافغانستان دخلکو ددښمنانو ډارنتوب وباله او ويي ويل  چې دغه شان بريدونه به زموږ په هيواد کې دامنيت دتامينولو په لاره کې  زموږ هوډ او اراده  کمزوري نه کړي  اويوازي ددې سبب کيږي چې بيوزلي  اوبيګناه خلک ووژل شي .

دجمهوري رياست سرپرست هغو کسانو ته چې  دافغانستان دخلکو ددښمنانو په نننۍ ځانمرګي پيښه کې شهيدان شوي دي  دلوى خداى ج  له دربارڅخه دفردوس جنت   او ددوي ټولو کورنيو ته يي دجميل صبر هيله وکړه.

د جمهوري رياست  سرپرست دغه راز دلوى خداى ج  له دربارڅخه ددغې پيښې ټپيانو ته دروغتيا غوښتنه وکړه او لارښوونه يي وکړه چې ټول مرکزونه  ددغې غمجني پيښې دشهيدانو اودټپيانو کورنيو ته دمرستو رسولو په برخه کې  له هيڅ راز هڅو اوهاند څخه ډډه ونه کړي ،.

د جمهوري رياست سرپرست  دغه راز په قندهار  کې امنيتي مرکزونو  ته دنده وسپارله  چې دنننۍ پيښې دڅيړلو په لاره کې هڅه وکړي  اوهغه کسان چې زموږ دخلکو له دښمنانو سره په لاس يو کولو سره ددغه جنايتکارانه عمل په سازمان ورکولو لاس پورې کړي دي وپيژنې ويي نيسي اودقانون منګولو ته يي وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته