ټولنه

په مزارشریف ښار کې پر ګرځيدو او راګرځيدو بندیز سخت شو

کابل / د وري ۲۵ مه/ باختر
په بلخ کې مسوولين له خلکو څخه غواړي چې په کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي په خاطر دې په خپلو کورونوکې پاتي شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په داسې حال کې چې د کرونا ویروس مخ په پراخېدو دی؛ د بلخ امنیه قوماندان د يوې ابلاغیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه وژونکي ویروس له شر څخه د هېوادوالو د ساتنې په موخه، د بلخ ملي پولیس مکلف دي چې په بلخ کې د اعلان شوي محدوديت طرزالعمل په شدت سره تطبیق کړي.
په عمومي واټونوکې د خلکو تګ راتګ سر له ننه په جدي توګه منع شوي دي او پولیس په دې اړوند له هغو کسانو سره چې له ضروري کارونو پرته په واټونوکې تګ راتګ وکړي؛ قانوني چلند کوي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته