سیاست

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶ کاليزې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رياست دلومړي مرستيال انجينر محمد خان د مبارکۍ پیغام

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه
وياړم چې خپل میړني او غيرتي ولس ته له انګلیسي استعمار څخه دهيواد د خپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ۹۶ کاليزې مبارکي وایم، افغان غیرتي ملت له نن څخه ۹۶ کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د وخت د سترې امپراتورۍ شرقي ديوال ړنګ اوله انګریزي ښکیلاګرځواک څخه يې خپله آزادي ترلاسه کړه او له دې لارې يې نورو اسيرو ولسونو ته د خپلواکۍ زمينه برابره کړه، افغان غیرتي ولس حق لري چې په خپل تېر ځلېدونکي تاریخ وویاړي.
په دې باوري یم چې افغان میړنی ولس د خپلواکۍ او د غلامۍ څخه د کرکې د ځانګړي تاریخ او تجربې په لرلو سره، د استعمار ټولې څېرې او ناوړه پلانونه په دقیق ډول پېژندلي دي. او دا چې د وخت په بدلون سره نړیوال استعمار خپل مخ او رنګ بدل کړی، افغانانو هم د حالاتو نزاکتونو ته په کتو سره د خپلې مبارزې بڼه بدله کړې او چمتو دي چې د استعمارګرو له هر پلان سره په زیرکتيا مقابله وکړي.
د ګران هېواد جغرافيوي موقعيت او ځانګړی تاريخ، تل د استعمارګرو د کرغړنوموخو پر وړاندې د ډال بڼه غوره کړې، زموږ تېر برم، عظمت او تاریخ د دې غوښتنه کوي چې په مېړانه يې ساتنه وکړو، په دې اساس؛ د حالاتو غوښتنه دا ده چې د بل هر وخت په پرتله د هېواد د ټولو مليتونو تر منځ د یووالي مفکوره بايد غښتلې کړای شي، څو په یو لاس او د یووالي په قوت مو ټولو ننګونو او ګواښونو ته پروخت او خوله ماتونکی ځواب ورکړی وي.
د زمري ۲۸ یوازې د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو نه خلاصه کېږي، دغه ورځ موږ ته د خپلواکۍ د نعمت خوږ احساس او د دغې خپلواکۍ د ساتلو پیغام راکوي.
په پای کې يوځل بيا ټول ولس ته له انګریزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو (د زمري د ۲۸ مې) ورځې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وايم.
تل دې وي خپلواک او سوکاله افغانستان
ژوندی دې وي افغان میړنی ولس

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته