امنیت

دملي دفاع وزارت : داچين په اسدخيلو سيمه کې په بمي بريد کې دداعشيانو جګپوړي قوماندانان وژل شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په اسدخيلو سيمه کې دداعشيانو دزيانونو شمير ٩٤ تنو ته  ورسيد.
دملي دفاع وزارت  وياند تورنجنرال دولت وزيري دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ دغه بمي بريدونه دپنجشنبې په شپه  دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ  دمامونددرې  په اسدخيلو کلي کې دهېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ سره  دچټک ملاتړ دځواکونو له خوا دداعشيانو په سنګرونو ترسره شو داعشيانو ته درانده زيانونه اوښتي دي.
وزيري ددغې پيښې دجزئياتو په څرګندولو سره وايي وروستي رپوټونه ښيي چې   ددغه بريد له امله څلور سموچونه  چې داعشيانو له هغه څخه دپټنځي په توګه  ترې استفاده کوله ويجاړ شوي دي چې له امله يې   ٩٤ تنه داعشيان  وژل شوي دي  چې په وژل شويو کسانو کې دابوبکر ، حمزه، شاهدعمر او  ولکان اسامه په نوم دسعيدحافظ  ورور دداعشيانو جګپوړي قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز  ددوى دوه داشکې  او دوسلو  او مهماتو څو ډيپوګانې ويجاړې شوي دي او لس نااستوګن کورونه ويجاړ شوي اودسيمې اوسيدونکوته دسرزيان نه دى اوښتى..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته