امنیت

د غزني په يوه جيل کې يوه بندي خپل غوږونه غوڅ کړل

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
دغزني ولايت په يوه جيل کې يوه بندي د هغه څه په غبرګون کې چې خپله بې ګناه بولي؛ خپل غوږونه غوڅ کړل.
پنځوس کلن تقي پرون د ږيرې په پل سره خپل دواړه غوږونه  غوڅ کړل او په دې کار سره يې په يو ډول نه يو ډول غوښتل چې خپله بې ګناهي په ډاګه کړي .
  دغه سړى دغزني ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کې د سرو زرو د پلورنې د يوه مارکيټ ساتوونکى و او په دې وروستيو وختوکې ددغه مارکيټ د يوه دوکان په غلا کې د لاس لرلو په تور د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شول.
ددغه بندي يوه نږدې خپلوان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دى بې ګناه دى. خو څلور ورځې کيږي چې د جاغوريو په جيل کې شپې سبا کوي. دولت هم پوښتنه نه کوي .
په همدې حال کې دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي دغه پيښه تاييدکړه خو ويې ويل: تقي يواځې خپل يو غوږ په ډير معمولي ډول غوڅ کړى دى.
احمدي وايي چې دغه بندي د درملنې او په ده دلګول شويو تورونو د زياتې څيړنې لپاره غزني ښار ته ليږدول شوى دى  اوکه چيرې بې ګناه ثابت شي؛ آزاد به شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته