امنیت

په ننګرهارکې عمليات پيل شول

کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د ملي دفاع وزارت نن سهار د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو د پيل خبر ورکړ .
د باخترآژانس د خبرله مخې:
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د ښه امنيت د تامينولو په مقصد د شاهين-٢٦ چاڼيزعمليات نن د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د تريلي، ترکي، غزوکندو او د کندي باغ په کليوکې پيل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته