ټولنه

د پکتيکا د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ٣ مه
د پکتيکا ولايت د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ته د اتلسو مېليونو افغانيو په لګښت سره ودانۍ جوړيږي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، یاد ریاست له دې وړاندې معیاري ودانۍ نه لرله چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه ریاست ګڼې ستونزې اوارې شي.
وحدت زیاته کړه، دغه درې پوړیزه ودانۍ څلورویشت خونې او نورې ټولې اسنانتیاوې لري چې کارونه به یې د یو کال په جریان کې بشپړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
‎بل لور ته د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریېس وایي د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی په چارو کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د تېر کال په جریان کې یو شمېر ریاستونو ته ودانۍ جوړې او د یو شمېر کارونه لا هم روان دي.پاى_ وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته