سیاستTOP

د رییس الوزرا مرستیال د ناروې له سفیر سره وکتل

کابل / د مرغومې ۲۸ مه / باختر

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناروې له سفیر اندریس لینډمن او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
د باختر آژنس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې اندریس لینډمن وویل چې که څه هم ناروې دا مهال په افغانستان کې فعال سفارت نه لري؛ خو د افغانستان ټولو مهمو پروسو کې دخېل دی.

هغه وویل چې د سفر موخه یې له اسلامي امارت سره د ناروې د اړیکو پیاوړتیا او له افغانستان سره د بشري مرستو د لازیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر د ناروې او افغانستان ترمنځ روابط تاریخي وبلل. مولوي عبدالکبیر وویل چې اسلامي امارت غواړي ناروې او نور مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د بندیزونو پر ځای باید د تفاهم لاره غوره شي.
مرستیال څرګنده کړه چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول معیارونه پوره کړي او هیله ده چې ناروې په دې برخه کې تر نورو مخکښ او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په برخه کې هم بشپړه همکاري وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته