خبرونهاقتصادټولنه

په زابل کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په فقیرزوسیمه کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي ملا نورالله صدیقي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ارغنداب ولسوالۍ د سیند د پاسه یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په ورته وخت کې د سیمې یو شمېر خلکو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، دوی د خپلې سیمې د آبادولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري کوي.

یاده دې وي چې د یاد پل په جوړېدو سره د زابل د دریو ولسوالیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته