ټولنه

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ولسي جرګې له دویم مرستیال سره وکتل

کابل/ د مرغومي ۲۴ مه / باختر
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ولسي جرګې له دویم مرستیال احمدشاه رمضان او د دغې جرګې له غړو عبدالظاهر سالنګي او علي‌ اکبر قاسمي سره وکتل.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت د يوې اعلامیې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي: په دې کتنه کې د ولسي جرګې غړو د سولې په بهیرکې د حکومت د پرمختګونو، پروګرامونو او چمتووالو په اړه معلومات وغوښتل.
د سولې په چاروکې د دولت وزیر د سولې په چاروکې د دولت وزارت د جوړېدو لپاره د تأييد د رأیو ورکولو لپاره د ولس له استازو مننه وکړه او د روان وضعیت، د حکومت د چمتووالو او د وزارت د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.
همدارنګه رحیمي وویل چې حکومت د سولې خبرو لپاره پر اوربند ټينګار کوي.
په کتنه کې د خلکو استازو د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته