ښوونه او روزنه

په دولتي پوهنتونونو کې دليسانس په دوره کې دښوونکو دجذب لپاره هلې ځلې کيږي

کابل باختر دسلواغې ٢٥ نيټه :
دښوونځيو دښوونکو دظرفيتونو دلوړولو په مقصد نن  دلوړ زده کړو او دپوهنې دوزارتونو  ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  ددغه تفاهم ليک له مخې ؛  دښوونځيو ښوونکو ته دليسانس ترکچې پورې دزده کړې زمينه برابره  او دشهيد استاد رباني دښوونې  او روزنې پوهنتون محصلانو ته دعملي کار زمينه برابريږي.
ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کولو په مراسمو کې  دلوړو زده کړو وزير ډاکتر نجيب الله  خواجه عمري دښوونکو دتحصيلي  کچې لوړول  او دغه راز دښوونې او روزنې دپوهنتون دښوونځيو دمحصلينو لپاره دعملي تدريس  دزمينو برابرول يو ارزښتناک  ګام وباله او ويې ويل  چې  ددغه تفاهم ليک تطبيق   دپوهنې  دکيفيت  په لوړولو کې زيات ګټور دى.
دلوړو زده کړو وزير زياته کړه  چې د پوهنې اود لوړو زده کړو وزارتونه  نږدې همکاران دي   او د لوړو زده کړو وزارت  هلې ځلې کوي چې د هېواد  دپوهنې  دپياوړتيا په خاطر  د مسلکي ښوونکو د روزنې لپاره ښه امکانات برابر کړي.
وروسته دپوهنې وزارت سرپرست ډاکترمحمدابراهيم شينواري دلوړو زده کړو وزارت د همکارۍ له امله  مننه وکړه او ويې ويل چې ددغه تفاهم ليک په تطبيقولو سره په ښوونځيوکې دلوست کيفيت ښه کيږي او ددې سبب کيږي چې     روزنيز او تدريسي ځواکمنتياوې لوړې شي .
دشهيداستاد رباني  دښوونې او روزنې دپوهنتون  درئيس ډاکتر ذبيح الله اسدي دڅرګندونوله مخې ؛  درقابتي آزموينې او د ټاکل شوې جوړښت له لارې  په دغه پوهنتون کې دليسانس په دوره کې دښوونځيو دښوونکو  جذبول به ترسره شي.
دغه تفاهم ليک په داسې حال کې دپوهنې او د لوړو زده کړو د وزارتونو ترمنځ  لاسليک کيږي چې دواړه وزارتونه په افغانستان کې  په ټولنيزاو اقتصادي وده کې کليدي رول لري اوددغو دوو وزارتونوترمنځ متقابله همکاري دپروګرامونو اودخدمتونو دوړاندې کولو اغيزمنتوب ښه کوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته