کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
په هرات کې دواليبال دسياليو په وروستي پړاو کې نن دوګړنيو پوليسو او دانجيل دولسوالۍ ټيمونه لوبه کوي .
دهرات ولايت دوزرشي امريت مرستيال محمد صادق صادقي باختراژانس خبريال ته خبر ورکړ . دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون دانجيل ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي او اوس دوګړنيوپوليسو او دانجيل ولسوالۍ ټيمونو وروستي پړاو ته لاره وموندله .
ديادونې وړ ده چې ددغو سياليو دترسره کولو موخه دامنيت دتامينولو په لاره کې له پوليسو سره دخلکو دهمکارۍ دجلبولو په مقصد پيل شوې دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ