کابل _ باختر دوري اتلسمه :
يو ځانمرګي يرغلګر دامنيتي مامورينو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شو .
احمدالله چې دپاکستان دګلستان سيمې اوسيدونکى دى پرون دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې دغه يرغلګرنيت درلود چې په قندهار کې په يو هدف باندې ځانمرګي بريد وکړي .
دقندهار دوالي ويندوى تاييد کړه چې احمد الله دوه ويشت کلن او دپاکستان تبعه دى .
دغه يرغلګرپه خپلو لومړنيو اعترافونو کې ويلي دي چې دپاکستان له خاورې څخه په قندهار کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو ګومارل شوى و .
تراوسه پورې هغه هدف چې ټاکل شوې وه ددغه يرغلګر له خوا پرې بريد وشي ، نه دى روښانه شوى، دقندهار سيمه ئيزو مقامات وايي چې له نيول شوي يرغلګر څخه پوښتنې پيل شوي دي .