سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډي ګڼې مسئلې وڅيړل او تصميمونه يې ونيول .

کابل باختر دسلواغي دويمه
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په مانۍ کې جوړه شوه .
د چارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ  په پيل کې  دهيواد په جيلونو او توقيف خونوکې دبنديانو دځورونې راپور چې ديوناما ددفتر له لاري  خپور شوي دي وڅيړل شو .
  دوزيرانو شورا  حکومت او دډله ئيزو اطلاعاتو وسايلو ته  ديوناما ددفتر او داي سي ار سي  موسسي  دوه ګونو راپورونو له امله  انديښنه څرګنده کړه او دکورنيو چارو وزارت  له ستر امنيتي معين څخه يې وغوښتل  چې په دې اړوند غونډې ته  حقايق  څرګند کړي .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين خپاره شوي راپورونه  له حقيقت څخه  لرې  وبلل او هغه يې  مردود وګڼل . او وي ويل چې دغه راپورونه  په بشپړه توګه درواغ دي .
دغه راز دملي امنيت لوى رياست  ددغه رياست په توقيف خونوکې دبنديانو دنه ځورونې ډاډ ورکړي دي .
دوزيرانو شورا اړونده دولتي ارګانونه موظف کړل چې ددغه راپور حقايق ديوناما ددفتر او دآى سي آرسي  موسسې دسندونو په پام کې نيولو سره  وڅيړي .
دوزيرانو شورا ددې په پام کې نيولو سره چې دالکترونيکي تذکري ويش يوه  مهمه  ملي پروژه ده ، دملي امنيت دشورا دروان کال دسلواغې دمياشتې دلومړۍ نيټې  دپريکړې  په تاييدولو سره  دغه مراتب تصويب کړل .
_  دالکترونيکي  تذکري په باب  دمعلوماتو دراټولولو او دويش بهير دکورنيو چارو وزارت  مسووليت دي او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت موظف دي چې دپروژې په ټولو پړاونوکې دتخنيکي همکاريو زمينه برابره کړي
_ دماليې ، ملي دفاع او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  وزارتونه  ، دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره او دملي امنيت لوى رياست په  حضوري ډول او نور  دولتي ارګانونه  په عام ډول  موظف دي چې دالکترونيکي تذکري په ويش کې  دې دکورنيو چارو له وزارت سره  هراړخيزه  همکاري وکړي .
  له اجندا سره سم دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس صادق مدبر دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د١٣٩١ کال دزمري دمياشتې دپنځمې نيټې  د٤٥ ګڼه فرمان  پربنسټ دتشکېلاتي جوړښتونو داصلاح او ددولتي ارګانونو دوظيفوي تداخل دمخنيوي په باب  دموظف کميسيون نظر په دې ډول  غونډې ته طرحه کړل .
_ دګوچېانو  ددايمي ستونزو دحل دکميسيون حذف او له دولت سره دخلکو داړيکو په کميسيون کې دکوچېانو دستونزو دحل کولو دکميټې تر عنوان لاندې دهغه ادغام .
_ دملي امنيت دشورا  ددفتر دشکايتونو داوريدو دلوى رياست  حذف .
_ دسرحدونو دچارو له وزارت څخه د قومونو دبرخې حذف ، دسيمه ئيزو ارګانونو  خپلواکې اداري ته دهغې دتشکېلاتو ليږدونه او دسرحدونو او قبايلو دچارو په وزارت  دسرحدونو ، قومونو او قبايلو دچارو وزارت  دنامه تعديل .
_دښار جوړولو دچارو له وزارت څخه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دتاريخي ښارونو او دتاريخي ابداتو دساتنې ترميم او احيا کولو درياست دتشکېل ليږدونه .
_ له سترې محکمې څخه  دارشاد ، حج او اوقافو وزارت ته  داحتساب رياست دتشکېل ليږدونه .
_ دماليې وزارت او دکنترول او پلټنې دخپلواکې اداري په واسطه ددولتي ارګانونو دپلټنې داداري له خوا ددغې اداري دپلټنې په اړوند دماليې وزارت دبودجوي واحدونو دپلټنې ددندو په لايحه کې بيا کتنه .
دوزيرانو شورا  دموظف کميسيون  پيشنهادي طرحه تصويب کړه او دماليې وزارت ،  داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو خپلواک کميسيون  او دچارو داداري او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رياست يې  موظف کړل  چې له اړوندو  ارګانونوسره  په تفاهم کې دې په هغو پوري داړونده تشکېل او بودجې په ليږدونې اقدام وکړي .
  وروسته دوزيرانو شورا  دکابل دنوى ښار دپرمختيادبورد کړه وړه  وڅيړل او څرګنده يې کړه چې دغه بورد  دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پوري  ددغې پروژې  دبرياليتوب په لاره کې  کافي اجراات  نه  دى کړي . او ددغې پروژې کار دهغې له پلان سره سم نه دى عملي شوي .
له دې امله  دکابل دنوي ښار  دپرمختيا دبورد مسوولين يې  موظف کړل چې دترسره شويو  اجرااتواو له جوړيدو څخه تراوسه پوري  دبورد دلګښتونو ، دمعاشونو دجدول او دلاسليک شويو قراردادونو په باب  دوزيرانو شورا راتلونکې غونډي ته رپوټ  وړاندې کړي .
  وروسته  دسوداګرۍ او صنايعو وزير دکوچنيو او منځنيو تشبثاتو دپرمختيا پاليسي غونډې ته طرحه کړه او زياته يې کړه چې دغه پاليسي د ٤٥ ګڼه فرمان له مخې  برابره شوې ده چې دکوچنيو او منځنيو تشبثاتو دودې او هڅونې ، دصادراتو دزياتوالې ،  دبديل دموندلو يا له کورنيو توليداتو سره دوارداتو دبدلون ، دتشبث او سوداګرۍ لپاره  دمساعد چاپيريال دريفورم ، په هيواد کې دمستقيمې بهرني پانګونې  دکچې  دلوړوالې ، دافغانستان دبنسټونو دښه والې ، په نړيوالو او سيمه ئيزو مارکېټونو دلاسبري او ارتباطاتو دزياتوالې ، داقتصاد درسمي کولو دزياتوالې او دبې وزلۍ دکمښت په ګډون نهه مشخصې ساحې پکې شامليږي .
دوزيرانو شورا دکوچنيو او منځنيو تشبثاتو دپرمختيا پاليسي تصويب کړه او دسوداګرۍ او صنايعو وزارت يې  موظف کړ چې دغه پاليسي دې  دغونډي له يادونې سره سمه  تصحيح او بشپړه کړي او د اجرا وړ وګرځوي .
وروسته  دلوړو زده کړو  او دپوهنې وزيرانو ددولتي او ګروپي بورسونو په شرايطو دبرابرو کانديدانو دانتخاب  په  طرز العمل کې نوي نظر غونډي ته  طرحه کړل .
  دوزيرانو شورا دتيرو کلونو له تعامل سره سم دکانکور دازموينو دنتيجو پربنسټ  دبورسونو په شرايطو دبرابرو کسانو استول تصويب کړل . او دلوړو زده کړو وزارت يې  موظف کړ چې دهيواد په  ولايتونوکې دبورسونو دونډې انډول په جدي توګه  رعايت کړي .
دغونډې دکار په دوام دماليې وزير  دهرات داووم لمبرکاماز دتصفيې پلان غونډې ته طرحه کړل .
دوزيرانو شورا د١٣٩٠ کال دتلې دمياشتې داتلسمې نيټې دخپلې غونډې په پريکړې  باندې په ټينګار سره  دماليې وزارت  يوځل بيا موظف کړ چې ددغې تصدي دمنقولو او غيرمنقولو جايدادونو بيه دورځې په  نرخ  تثبيت کړي او دوزيرانو شورا ته دې  وړاندې کړي .
  دغونډې په پاى کې دملي دفاع وزارت لومړۍ مرستيال هغو بنديانو ته  چې پخوادائتلاف قوتونو مسووليت يې دملي دفاع وزارت ته ورکړي دي دڅوارلسو قلمو لوازمو او جامو نورم غونډي ته طرحه کړ .
دوزيرانو شورا څوارلس قلمه پيشنهادي نورم ديو لړ بدلونونو په واردولو سره تصويب کړ او دملي دفاع وزارت يې  موظف کړ چې ددغو بنديانو د اعاشې او اباتي اوله نړيوالو  معيارونوسره سم  دهغوى  داړتيا دڅيړنې او حل کولو په برخه کې  له هيڅ راز  هلوځلو څخه ډډه ونه کړي او په بنديانو پوري  اړوندو مسئلو ته دي  هراړخيزه پاملرنه وکړي او څرنګوالې يې  په دايمي توګه  وڅاري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته