امنیت

دوسله والوطالبانوله خوا په زابل کې په ډزوسره ددريو تنو ځوانانو وژل کيدل

قلات  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
وسله والو طالبانو دغه درې تنه ځوانان په زابل ولايت کې په ډزو سره ووژل .
يرغلګرو دغه درې تنه ځوانان  دنيکمرغه کوچني اختر په  دريمه شپه دشاجوى ولسوالۍ په لالي  کلي کې له موټر څخه ښکته کړل  او دسيمې دلسګونو تنو  اوسيدونکو  دسترګو په وړاندې يې  په ډزو سره ووژل  .
ددغې پيښې قربانيانو دافغانستان  دولسي جرګې دغړي  عبدالقادرقلاتوال خپلوان بلل شوى دى.
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باخترآژانس ته وويل  چې دغه درې تنه محصلان وو او آزاد کار يې کاوه او له  دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نلرلې .
ده تائيد کړه  چې قربانيان  دافغانستان د ولسي جرګې دغړي عبدالقادر قلاتوال خپلوان دي  .
په ښکاره  دغه ځوانان دتفريح لپاره دشاجوى ولسوالۍ دلالي کلي ته ورغلي وو  .،ښاغلي فراهي يرغلګر  دوسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند کسان وبلل او ويې ويل چې  ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته