امنیت

د امريکا د سپيشل فورس ژباړن ذکريا قندهاري ونيول شو

کابل باختر  د چنګاښ ١٨ :
دملي امنيت د لوى رياست ادارې مقامات وايي : ذکريا قندهار چې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو تور پرې لګول شوى دى؛ نيول شوى دى.
دملي امنيت ادارې نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: دميدان وردګو ولايت په نرخ کې ولسوالۍ کې د خاصو امريکايي ځواکونوپه سپيشل فورس بيزکې ژباړن دقندهار ښار اوسنى اوسيدونکى ذکريا قندهاري د عبدالحکيم زوى چې د بېلابېلو جرمونو تور پرې لګول شوى دى؛ د ملي امنيت  د لوى رياست د موظفينو دخاصو عملياتو په ترڅ کې  لاس په لاس له دريو تومانچو ، يو لپ ټاپ کمپيوټر د عبدالکريم او عبدالقاهر په نومونو له دوو جعلي تذکرو ، د بېلابېلومرکزونو د هويت له اوو جعلي کارتونو اوله يوصرف موټر سره په دې وروستيو وختوکې په قندهار ښارکې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته