امنیت

پنځه تنه نور په کراچي ښارکې ووژل شول

کراچي دي نيشن  باختر  دغبرګولي ٢١ :
دپاکستان په کراچي ښارکې د تاوتريخوالي په  دوام څه ناڅه پنځه تنه نور ووژل شول.
باخترآژانس د دي نيشن ورځپاڼې له خولې خبر ورکړ: دغه پنځه تنه نن د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له  خوا د کراچي ښار په بيلابيلوسيمو کې په ډزوسره ووژل شول.
دپوليسو دڅرگندونوله مخې: د وژل شويوکسانو هويت نه دى پيژندل شوى او يوه ميرمن  هم په وژل شويوکې شامله ده اوپه زيات ګومان سره دخپل ميړه له خوا وژل شوې.
ديادونې وړ ده  چې عمدي  وژنې او فرقه يي بريدونه له زياتې مودې را په دې خوا دکراچي ښار په بيلابيلو سيمو کې دوام لري چې له امله يې يو زيات شميرکسان وژل شوي دي. خو دکراچي ښارداوسيدونکو د پرله پسې غوښتنوسره سره  حکومت تراوسه پورې ددغو بريدونو په بندولو نه دى بريالى شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته