کابل/باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه
په پروان ولايت کې څلورتنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمد سليم نوري باختر آژانس ته وويل: دغه څلور تنه په داسې حال کې ونیول شول چې ۲۹ کیلو ګرامه چرس یې په يو کرولا موټر کې د کابل له شمال څخه جنوب ته لېږدول چې د جبل السراج ولسوالۍ د بازار په مربوطاتو کې د پروان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا د پلټنې په بهيرکې ونيول شول .
ده وويل: په دې باب د پوليسو تحقيقات دوام لري.
پاى ف جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ