امنیت

درې ويشت وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

-کابل باختر د وږي ١٢مه :
درې ويشت وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو دمطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان دقره باغ او اندړو ولسواليو په مربوطاتو کې  دايتلاف دهوايي  ځواکونو په بريدونوکې دقره باغ،اندړو ولسواليواودقلعه قاضي ،بيزمدرسه او ناني په ساحو کې  ددفاعي او امنيتي منسوبانو په عملياتو کې ووژل شول .
هغه زياته کړه چې په دغوپېښو کې يو فولدر موټر او ددښمن څلور موټرسايکلونه ويجاړ شوي دي .
ختم _س عيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته