امنیت

په هلمند کې زیاتې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د هلمند د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ په روانو عملیاتو کې په نهر سراج او ناوې ولسوالیو کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور یې ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نهرسراج ولسوالۍ کې یو شمېر هغه سیمې هم له طالبانو پاکې شوې دي چې دوی په کې تخریبي کړنې ترسره کولې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته