امنیت

په لوګرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
اته تنه وسله وال طالبان نن په لوګرولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
په لسګونو تنو وسله والو طالبانو د لوګرولايت د څرخ ولسوالۍ په مقر او د دغې ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالولي توفان دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د څرخ په ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ چې په لوګر ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو  د څلورمې  لوا د ځواکونو په مرسته اته تنه يې ووژل شول او نور يې له سيمې څخه وتښتيدل .
خبرځاى وويل: دغه نښتې د څرخ ولسوالۍ د بندوکه غره، ډبر اود خواجه اسماعيل په امنيتي پوستو او د دغې ولسوالۍ په څو نورو سيموکې  څو ساعته دوام وکړ چې له امله يې طالبانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي.
توپان زياته کړه چې په دغو نښتوکې دپوليسو دوه تنه سرتيري ټپيان شوي دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته