ورزش

په پنجشير کې ورزش وده کړې ده .

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دپنجشير ولايت ورزشي آمر وايي په ١٣٩٢ کال کې په دغه ولايت کې دورزش په برخه کې پرمختګ ښه و.
دپنجشير ولايت دورزش دادارې امر غلام ايشان الماس دباختر آژانس خبريال ته وويل ددغه ولايت په مرکز کې چې داتلسو تنو ننداره کوونکو په ظرفيت دورزشي لوبغالى جوړول، په رخې ولسوالۍ کې دنجونو او هلکانو دجمنايزم جوړول د ولسواليو په کچه داتو ورزشي کلپونو جوړول ، دفوټبال فدارسيون جوړول او دواليبال دنهه ويشتو ټيمونو جوړول په دغه ولايت کې دورزشي په برخه کې ښه برياليتوبونه دي.
ده زياته کړه: په دغه ولايت کې دورزش په برخه کې اوسنى پرمختګونه ددغې ادارې له خوا دپروګرامونو دعملي کولو او د طرحه کولو زيږنده دى او په دې لاره کې دپنجشير والي ددغه ولايت د ورزش د ادارې په پرمختګونو کې فعاله ونډه اخستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته