۱۰۰ ورځې

يوې پنځه اتياکلنې ښځې دقابل باى درايې ورکولو په مرکز کې خپله رايه وکاروله.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
يوې پنځه اتياکلنې ميرمنې نن  دکابل ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې دقابل باى دليسې درايې ورکولو  مرکز ته  په يون  سره  خپله رايه  دنظر  وړ نوماند په ګټه وکاروله .
پنځه اتياکلنې ميرمنې  سبز پري  په داسې حال کې چې  له جسماني پلوه کمزورې ده  دخپل زوى په ملګرتيا درايې ورکولو مرکز ته ورغله اوخپله رايه يې وکاروله .
دغې ميرمنې دباختر آژانس خبريال ته وويل :   له څو کلونو وروسته  دا لومړى ځل  دى چې له خپله کوره وځم  بايد  خپل هېوادنۍ پور  ادا کړم.
ديادونې وړ ده  چې درايې ورکولو ددغې  حوزې مسوولينو وکولاى شول چې ديو تقلبي کارت دکارولو مخه ونيسي .
درايې ورکولو په دې حوزه کې موجودو کتوونکو وکولاى شول  ددغه کارت  لرونکى وپيژني .
ديادونې وړ ده چې  دقابل باى په ليسه کې  درايې ورکولو څلور ځايونه فعال دي  چې يو يې  ښځو ته بيل کړاى شوى دى.
د نن سهارداتو بجو ترشاوخوا پورې نږدې  څلور سوه  تنو په دې مرکز کې خپلې رايې وکارولې  په رايه ورکوونکو کې ښځې هم شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته