ورزش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له آیرلینډ سره درې ۲۰ آوریزې لوبې کوي

کابل/دمرغومي۲۲مه/باختر
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وايي چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روان میلادي کال په مارچ کې له آیرلینډ لوبډلې سره درې ۲۰ آوریزې لوبې کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک باختر اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د مارچ د په شپږمه، اتمه او لسمه د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګریټر نویدا کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د آیرلینډ لوبډلې هم د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره دوه اړخېزې سیالۍ درلودې، خو د ايرلينډ کرکټ ادارې ویلي چې یادې سیالۍ د مالي محدوديتونو له امله نه شي ترسره کولې.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته