کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٠ نيټه :
د ۲۰۳ تندر قول اردو جزوتامونو دغزني ولایت اندړو ولسوالۍ د درېیم نمبر پوستې په سیمه له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې (۵) تنه وسله وال مخالفین وژلي او (۸) تنه نورژوبل کړي دي، په دې نښته د تندر قول اردو دوه تنه سرتیري هم برسیرن ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا د اووم کنډک منسوبینو د پکتیا ولایت ډنډه پټان ولسوالۍ د مقبلو درې په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې(۸) تنه وسله وال ترهګر وژلي او(۴) تنه نور ژوبل کړي دي.
دغه راز د ائتلاف هوايي ځواکونو د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو ولسوالۍ د ازغنه په سیمه کې په وسله والو مخالفینو هوایي برید کړی چې امله يې (۲۰) تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي.
د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو له خوا د پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې (۱۱) ماینونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل