سیاست

که چيري را کټي بريدونه دوام ومومي خلک به په کار لاس پورې کړي.

کابلباختر د زمري ٤ مـــــــــه

دډيورنډ له کرښي اخوا څخه دهيوادپه سرحدى سيمو د پاکستانى ځواکونو دراکټي بريدونو دوام د افغانانودجدي غبرګون اوغو سي سبب شوى دى او دوى له دولت څخه غواړي چې ددغه شان بريدونو په بندولو اقدام وکړي که نه خلک به د مقاومت د مرکزونو په جوړولو سره غبرګون وښيي

 دباختراژانس دخبر له مخې، له څلورو مياشتو را په ديخوا د کونړ ولايت په ځينو سرحدي سيمو دپاکستانى پوځيانو له خوا دډيورنډ له کرښي اخوا څخه را کټي بريدو نه کيږي سره له دې چې رو ښا نه او څرګنده ده چې کوم کسان له کوم ځاى څخه د افغانستان په حريم بريدونه کوي . پاکستانى مقامات او ددغه هيواد پوځي چارواکى د افغانستان  په سرحدى سيمو کې ددغه شان را کټي بريدونو او جنايتونو په باب بي خبري ښيي.

دکونړ والى تا ئيد کړې ده چې په تيرو څلورو مياشتو کې د دانګام په ولسواليو اود کونړ ولايت په نورو سرحدى سيمو نږدي ٢٠٠٠ توغندي توغول شوي دي چې نه يوازى دسيمې د يو شمير اوسيدونکو دشهادت سبب شوي دي بلکې ټولګټې تاسيسات ويجاړ شوي دي او خلک کډې کولو ته اړ شوي دي.

دکونړ والى دډيورنډله کرښي اخوا دپاکستانى پوځيا نو پټنځايونه د افغا نستان په سرحدى سيمو د بريدو نو مرکزونه وبلل.

په دانګام ولسوالۍ کې يوقومى مشر مولوى عبدالرزاق هم پاکستانى پوځيان د افغانستان په حريم را کټي بريدونو مسول بولى او وايي چې په تيرو اته څلويښتو ساعتو کې دډيورنډ له کرښي اخوا د کونړ ولايت په زور ، بداور، سورکمر او په يو شمير نورو سيمو ٢٤٠ تو غندي توغول شوي دي

 ده دڅو تيرو مياشتو په بهير کې د پا کستان دراکټې بريدو نو  له امله دشهيدا نو شمير لس تنه اود ټپيانو شمير شل تنه و بلل.

هغه څه چې په کونړ کې رامنځته شوي دي نشو کولاي هغه يوه سيمه ييزه ستو نزه وبولو .

دغه شان بريدونو د هيواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو  دغبرګون سبب شوى دى

دمدنى حقوقو کار پوه او په ملي شورا کې د کابل د خلکو پخوا ني استازى ميراحمد جوينده وايي موږ لا تراوسه پورې په دې نه يو بريالى شوي چې يو پياوړى دريځ ولرو چې و کولاي شو خپل نړيوال انډيوالان په دې معتقد کړو چې پا کستان زموږ په خا وري را کټي بريدونه کوي او په خپله نړيوالې ټولنې هم د پاکستان ددغه جنايت په وړاندى چوپتيا غوره کړې ده کله چې امريکا له موږ سره ستراتيژيکى تړون لاسليک کوي له دې امله دافغانستان په خاورې د تيري په صورت کې بايد زموږ دفاع و کړي

 دى ټينګار کوى که چيري دغه بريدونه دوام و مومي د افغا نا نو غبر ګون به لا زيات پرا خ شي

 دپوځى چارو کار پوه امر الله امان په دې عقيده دى دوه کاله کيږي چې د پا کستان له خوا زموږ د هيواد په ختيځو ولايتو نو را کټي بريدو نه کيږي خو امريکا ئيان هيڅ راز غبرګون نه ښيي

 په داسې حال کې چې دباجوړ په سيمه کې له ديارلسو هليکوپترونو سره د امريکائيانو يو ستر بيز شته او په ختيځو ولايتونو د پاکستان د لري واټن ويشتونکو وسلو د ډزو غږ هم اوريدل کيږي او هم کله چې لګيږي ليدل کيږي

دا په داسې حال کې ده چې په ننګر هار ولايت کې د ايساف ، نا ټو اود ملي اردو يوه ګډه کميټه جوړه شوې ده او ساحه تر خپل کنترول لاندې لري . اود٢٤ ساعتو پيښو رپوټونه  د ملي دفاع اود کورنيو چارو د وزارتونو اودناټو قوماندانۍ ته ورکول کيږي له دې امله په دغو پيښو څوک سترګې نه شي پټولاي . خود نړيوالې ټولنې له خوا ددريځ نشتوالى د ا مريکا  او پا کستان يو سياسي او سترا تيژيک ملحوظ دى .

دښځو يوه فعاله ثريا پرليکا وا يي په هغې موده کې چې پا کستان زموږ د هيواد  په ختيځو سيمو راکټي بريدونه کوي دولت په دې باب هيڅ راز اقدام نه دى کړي چې بايد دغه چوپتيا پاى ته ورسول شي .

ددغې ستونزې حل کول په جمهور رئيس پورې اړه پيدا کوى چې اسناد او مدارک د ملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته  وړا ندى کړي او که چيري دپا کستان دولت له دغو حرکتونو څخه لاس په سر نشي په ورته عمل دې لاس پورې کړي .

څرنګه چې دخلکو زغم پاى ته رسيدلى دى او خلک دې ته اړ دي چې په خپله غبر ګون و ښيي

دسياسي مسلو کار پوه او په ولسي کې دغزني د خلکو استا زى عارف رحمانى وايي چې زموږ په خاورې د پاکستان دراکټي بريدونو له ا مله تر اوسه پورې لس تنه شهيدان  شوي دي او زيا تو خلکو له خپلو کورو نو څخه کډه کړې ده .

ايساف ته موضوع په بشپړه توګه  رو ښا نه ده خو ايساف له خپلو مسوليتونو څخه اوږه خالى کوي

 د افغانستان دولت دې په رسمي ډول نړيوالې ټولنې ، دملګرو ملتو دسازمان د امنيت شورا اود ا مريکا دولت ته خبر ورکړي له دې پرته به خلک په خپله په ورته اقدام لاس پورې کړي

 سياسي څيړونکى عنايت الله شريفى په دې کار ټينګار کوي چې ښه به وى په لومړى ګام کې دغه ستو نزه دديپلو ما تيکي اړيکو له لارې حل شي که چيري له دې لارې موضوع حل نه شي بايد موږ د ننداره کوونکو په توګه  پا تې شو . چې نور زموږ څومره ماشو مان ، ښځې ، او نارينه په خاورو او وينو لت پت اولړل کيږي

بايد په ور ته   عمل لاس پورې شي موږ ددې وس لرو او وبه يې لرو په داسې حال کې چې ټول د ورته حرکت غو ښتنه کوي په ولسي جرګه کې د کونړ ولايت ټولو استا زو په يوه غږ ويلي دي که چيري دولتى اونړيوال مرکزونه زموږ غم ونه خوري د  کونړ خلک به په خپله لاس په کار شي

 له دغو خبرو څخه داسې جوتيږي که چيري دډيورنډ له کرښي اخوا را کټي بريدونه  دوام  ومومي حالت به کړ کيچن او له کنترول څخه ووځي ځکه را تلونکى حرکت خلک تر سره کوى اود خلکو  د زور په وړا ندى کومه پو ښتنه نه شته

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته