سیاست

بريتانيا به د پخوا په شان د افغانستان تر څنګ پاتې شي

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون  د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د يو اويايمې غونډې ترڅنګ د بريتانيا د شاهي هېواد د بهرنيو چارو له وزير بوريس جانسن سره په نيويارک کې وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د هېواد د سياسي او امنيتي حالاتو او د ښې حکومتوالۍ، انتخاباتي اصلاحاتو، په ځان دهېواد د ډډې لګولو او له فساد سره د مبارزې په لاره کې د حکومت د برياليتوبونو او لاس ته راوړنو په باب معلومات ورکړل او له افغانستان سره د بريتانيا د ارزښتناکو همکاريو په تېره بيا په امنيتي برخه کې د دغه هېواد د مرستو او د انکشافي همکاريو د پراختيا او د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو لپاره د بريتانوي ښوونکو د شمېر د زياتوالي له امله مننه او قدرداني وکړه .
   وروسته د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د همکاريو د دوام لپاره د دغه هېواد د ژمنې ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې بريتانيا به د پخوا په شان د افغانستان ترڅنګ پاتې شي .
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دغه راز په لوړه کچه د افغانستان په باب په بروکسل کنفراسن کې د دغه هېواد د هيئت د ګډون ډاډ ورکړ  .
د دغې کتنې په دوام د افغانستان او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو يوبل ته  بلنه ورکړه چې په راتلوونکي کې په مناسب فرصت کې د يوبل هېوادونو ته سفرونه وکړي او دغه راز موافقه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونه دې په نږدې راتلوونکې کې د افغانستان او بريتانيا د دوه اړخيز کميسيون د دريمې غونډې د جوړولو وخت وټاکي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته