امنیت

د نورستان والي له وسله وال برید څخه روغ ووت

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د نورستان والي نن سهار له یو وسله وال برید څخه روغ ووت.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي دي چې د نورستان د والي عبدالغفور ملکزي د سپرلۍ پر موټر د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې، د نورستان ـ کونړ لويې لارې په تګلوري کې وسله وال برید وشو.
په برید کې د ملکزي دوه ساتونکي ټپیان شول، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته