ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٤
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
له هيواد څخه بهر د تحصيلي بورسونو مينه والوته خبر ورکول کيږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ليسانس په سويه د يو شمېر تحصيلي بورسونو د ورکولو خبر ورکړى دى.
دغه بورسونه د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا له پريکړې سره سم د کانکور له لست، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت او د کوچيانو له ونډې څخه د ګروپي بورسونو په کانديدان او دغه راز په آزاد ډول ويشل کيږي.
د کانديد عمر بايد له ١٧ څخه تر ٢٣ کلونو پورې وي او په سلوکې په ٧٠ فيصدۍ سره د ١٣٩٢ او ١٣٩٣کلونو د دولسمو ټولګيو فارغان وي.
آزموينه په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا اخستل کيږي او تحصيلي څانګه د اخستل شويو نمرو په پام کې نيولو سره ټاکل کيږي.
مينه وال کولاى شي د دولسم ټولګي د فراغت له سند، د تابعيت له تذکرې او له شپږو عکسونو سره د روان کال د زمري د مياشتې تر ٧ نيټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د ننظيم آمريت ته ورشي.
د يادونې وړه چې اوس د کانکور د شاملانو له جملې څخه په شرايطو د برابرو کسانو د لست تر برابرېدو پورې يواځې هغه فارغان منل کيږي چې په آزاد ډول مراجعه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته