امنیت

څلورتنه ډاراچوونکي په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل شول

_ کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
څلور تنه ډار اچوونکي تيره شپه  دکندز ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه  جګړه  د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ د نغمه بازار په ساحه کې ونښته  چې له امله يې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته