امنیت

په قندهار کې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى

کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
د هېواد په جنوب کې پوځي مقامات وايي چې په قندهار کې  د وسله والو طالبانو ډله ييز بريدونه  په شا تمبول شوي دي.
په دغو بريدونو کې  ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
په قندهار کې د ځانګړو ځواکونو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې  طالبانو  په تېرو ٢٤ساعتو کې د قندهار په اتو پوځي او ملکي  تاسيساتو بريدونه کړي دي.
د ځانګړو ځواکونو مسوولين وايي چې په بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او  څو تنه نور يې ټپيان شول.
په جګړو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر جنګي وسايل  د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې،  پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د لسو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
  طالبانو له امريکا سره د سولې د موافقه ليک له لاسليک کولو روروسته په افغانستان کې خپلو بريدونوته زور ورکړى دى.
پاى / اکرم/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته