امنیت

قندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې دپوليسو يوه سرتيري خپل اووه تنه همکاران شهيدان کړل .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې تيره شپه دپوليسو يوه سرتيري خپل اووه تنه همکاران شهيدان کړل او وتښتيد .
دغه پيښه دډيورند کرښې ته څيرمه دسپين بولدک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسرحدي زون ددريم کنډک په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: دسرحدي زون ددريم کنډک دامنيتي پوستې يوه پوليس دګزمې  په بهير کې په خپلو همکارنو ډزې  وکړې چې له امله يې اووه تنه سرحدي پوليسان شهيدان اويرغلګر له پولې اخوا تښتيدلى دى . 
يوه  اړونده خبرځاى وويل چې يرغلګر دتخار ولايت اصلي اوسيدونکى دى او له څه مودې راپديخوا دپوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله .
ده زياته کړه چې ددغې پيښې دڅيړنې لپاره يو هئيت دسپين بولدک  ولسوالۍ ته استول شوى دى .
دسپين بولدک  ولسوالۍ ديوه امنيتي خبرځاى دڅرګندونوله مخې :په وژل شويو کسانو کې دپوستې دقوماندان مرستيال حبيب الله  هم شامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته