ورزش

دورزش سابقه داران وستايل شول .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
دهېواد دورزش سابقه داران نن دالمپيک دملي کميټې له خوا وستايل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، په هغې  غونډه کې چې په همدې مناسبت د المپيک په ملي کميټه کې جوړه شوې وه دالمپيک دملي کميټې سرپرست خبرې وکړې او دورزش سابقه داران يې معنوي پانګه او په هېواد کې دورزش دودې لپاره ښه ښوونکي وبلل .
په دې غونډه کې دالمپيک  دملي کميټې له خوا برابر شوي  سوغاتونه او ستاين ليکونه دبيلابيلو ورزشي څانګو سابقه دارانو ته ورکړى شول .
په دې غونډه کې دالمپيک  دملي کميټې دمشرتابه هيئت په ګدون سربيره دبيلابيلو ورزشي فدراسيونونو رييسانو  هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته