امنیت

په لسګونو وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

 هلمند/ باختر دزمري دمياشتې ٢٦ :
د هلمندولايت په ناوې ولسوالۍکې نن په لسګونوتنه وسله وال طالبان  ووژل  شول  او دغه راز دوسله والوطالبانو يو قوماندان دناوې په جګړه کې دکوماندو ځواکونو له خوا  ونيول شو.
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويدسليم باخترآژانس ته وويل چې په لسګونو تنه وسله وال  طالبان  دهلمندولايت په ناوې ولسوالۍ کې دکوماندو دځواکونو په عملياتوکې ووژل شول اوددغې ډلې يوقوماندان په ناوې ولسوالۍکې  دکوماندو د ځواکونو له خوا ونيول شو.
سليم زياته کړه په دغو عملياتو کې ددښمن په لسګونو وسلې دکوماندو ځواکونو لاسته ورغلي دي  او په دغې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دځپلو په خاطر عمليات دوام  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته