فرهنګ

د خصوصي ټولنيزو رسنيو دتاسيس او فعاليت دڅرنګوالي مقرره بيان شوه .

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دخصوصي ټولنيزو رسنيو دتاسيس او فعاليت دڅرنګوالي دمقررې په اړوند نن په يوه خبري غونډه کې چې دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوې وه خبرې وشوې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې  لومړى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت درسنيو دچارو سلاکار او وياند هارون  حکيمي  څرګنده کړه چې دخصوصي ټولنيزو رسنيو دتاسيس او فعاليت مقرره دروان کال دزمري دمياشتې په دولسمه نيټه دهېواددکابينې په غونډه کې په څلورو فصلونو او يوڅلويښت مادو کې تصويب او د هېواد دجمهور رئيس له خوا منظوره  شوه .
ده زياته کړه ددغې مقررې هغه مادې چې داطلاعاتو  او فرهنګ وزارت ته متوجه کيږي دغه وزارت دهغو په اجرا کولوژمن دى .
حکيمي ټينګار وکړ چې ددغې مقررې  دحکمونو په رڼا کې دغه رسنۍ مکلفې دي چې ددغې مقررې دچاپ  له نيټې څخه تر شپږو مياشتو پورې دخپل فعاليت  جواز نوى کړي اوکه چيرې تر شپږو مياشتو پورې دخپل فعاليت جواز نوى نه کړي دنوي کولو دحق پيسې تر نوردوو مياشتو پورې دوه برابره کيږي او که چيرې په دې موده کې خپل جواز نوى نه کړي رسنۍ يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا تړله کيږي .
دغه راز حکيمي  په دې باب چې په پاکستان کې دافغانستان رسنيو ته دخپرونو اجازه نه ورکول کيږي وويل چې مقرره تر کار لاندې ده چې په دې برخه کې  به افغانستان هم په ورته عمل لاس پورې  کړي .
دغه راز په دې غونډه کې دټولنيزو رسنيو دکميسيون رييس خپلواک  صاپي  دخصوصي ټولنيزو رسنيو دتاسيس  او فعاليت دڅرنګوالي  دمقررې دمادو په اړوند معلومات  ورکړل او ويې ويل چې دغه مقرره دټوليزو رسنيو په قانون کې دليکل شويو حکمونو په رڼا کې  وضع شوې ده . او موخه يې  دټولنيزو رسنيو دتاسيس او فعاليت  په څرنګوالي پورې داړوندو چارو تنظيم ، له مسووليت مننې سره جوخت دخپلواک او پراخ بنسټو رسنيو دودې او رواجوړلو په موخه دټولنيزو رسنيو او دخصوصي رسانه يي  بنسټونو دفعاليت ملاتړ ، دټولنيزو رسنيو او دخصوصي رسانه يي بنسټونو دازاد فعاليت دزمينې برابرول او دټوليزو رسنيو او دخصوصي رسانه يي بنسټونو  دکار کوونکو دحقوقو او امتيازونو تامينول دي .
ده زياته کړه چې په دې مقرره کې دټوليزو رسنيو د کارکوونکو او دخصوصي رسانه يي  بنسټونو دکارکوونکو د حقوقو او امتيازاتو دتامينولو څرنګوالى هم مشخصې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته