کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
لس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو نن سهار په نېش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې پر يوې امنيتي پوستې يرغل وکړي .
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دغه بريدکې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې پر دغو وسله والوطالبانو په نېش ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې له بريد څو دقيقې مخکې د پوځيانو له خوا بريد وشو .
په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو څو سپکې او درندې وسلې هم د پوځيانو لاس ته ورغلې دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل