ټولنه

په لغمان کې دلسګونو پرمختيايي طرحو دجوړولو کار بشپړ شو.

کابل /دلېندۍ ١٩مه /باختر :
د ٧٧ انکشافي طرحو دجوړولو کار په لغمان کې  بشپړ شو او پرون دکليو دبيا رغاونې او پرمختيا وزير ګټې اخستنې ته وسپارلې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکليو دبيارغاونې اوپرمختيا وزير پوهاند مجيب الرحمن کريمي ددغو طرحو دګټې اخستنې په بهير کې وويل چې په دغو طرحو کې داوبو دسربندونو جوړول  ، دويالو کېندل ، دسړکونو جوړول ، داستنادي ديوالونو جوړول ، دبرېښنا رسول او دڅښاک داوبو برابرول شامل دي چې ددغه ولايت له لوري دلغمان په مرکز او ولسواليو کې تطبيق شوې دي
  کريمي زياته کړه ددغو طرحو په کار کې درې سوه ميليونه افغانۍ لګيدلې  دي او په سلګونو کورنۍ له ښيګڼو څخه  يې ګټې اخستې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته