امنیت

شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواد په  بيلابيلو سيمو کې دملي اردو او دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول شپاړلس تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :  دغه عمليات دکاپيسا ولايت دنجراب ، دپکتيا ولايت دزرملې ، دروزګان ولايت دخاص روزګان ، دکندز  ولايت ددشت ارچي او امام صاحب او دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول .
  دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په لسګونو ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
په خبر کې  ويل شوي دي  چې  ددغو عملياتو په بهير کې  دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي دي او په خبر کې  دلوى خداى ( ج )  له دربار  څخه دغو شهيدانو ته دفردوس جنت هيله شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته