ورزش

دځوانان سالار او دجوانان ميهن دفوټبال ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام کوي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر اژانس ته وويل دغه لوبه دجوانان سالار او دجوانان ميهن دټيمونو ترمنځ کيږي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ له څه موده مخکې په غازي لوبغالې کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته