امنیت

د الکولي مشروباتو د توليد د يوې کارخانې کشف او ضبط

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د جوزجان ولايت په مربوطاتوکې د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه کشف او ضبط شوه .
د جوزجان ولايت وياند محمدرضا غفوري دباختر آژانس خبريال ته ويل چې پرون   ٢٨٠ ليتره الکولي مشروبات او ١٢٠٠ منه تخمر شوي مميز د توليد له وسايلو سره  د شبرغان ښار په ال  پروژه کې د استوګنې په يوه کورکې کشف اوضبط کړي دي.
غفوري زياته کړه چې د قضيې په اړوند يوتن هم نيول شوى دى.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزي د مديريت مسوولين وايي چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې په دې بريالي شوي دي چې په دغه ولايت کې سل کيلوګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړي چې په دې اړوند  ١٣ تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته