سیاست

د افغانستان او ایران جمهورو رئیسانو د بریکس د مشرانو د غونډې په څنډه کې له یوبل سره وکتل

کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩ مه
د افغانستا جمهور رئیس محمد اشرف غني د بریکس د مشرانو د پنځلسمې غونډې په څنډه کې پرون د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د روسیې د اوفای په ښار کې تر سره شو، د هېواد جمهور رئیس وویل چې تهران ته د خپل وروستي سفر را په دیخوا د دواړو هېوادونو په مناسباتو کې د پرمختګونو شاهد دی او قوي هوډ وجود لري چې دغه اړیکې له پخوا څخه لا ډېرې پیاوړې شي.
جمهور رئیس غني وویل د سیمې د ګواښونو شدت لا ډیر شوی دی، افغانستان له بشپړې عیارې او تپل شوې جګړې سره مخامخ دی.
ده د ایران جمهور رئیس ته وویل چې سوله او جګړه په ورته وخت کې مخ پر وړاندې ځي او په همدې دلیل د افغانستان دولت د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د طالبانو له ډلې سره مذاکرات ترسره کړل.
جمهور رئیس غني له ایران څخه وغوښتل چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي ځکه چې افغانستان غواړي له سولې سره د ملاتړ کوونکو هېوادونو کړۍ ته پراختیا ورکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د داعش ډله د سیمې د امنیت لپاره خطر وبلله او له ایران څخه یې وغوښتل چې د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره په ګډه هڅې وکړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره د دغه هېواد د مرستو او د تعلیم لپاره هغوی ته د زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د اقتصادي پروژو د هغو له جملې څخه د اوسپنې پټلۍ، تيلو، ګازو او د ترانسپورتي پروژو په اړه خبرې وکړې چې د افغانستان، چین او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخوي.
په مقابل کې دایران جمهور رئیس وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه چې ایراني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي، ده د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې دغې پانګونې ته زمینه برابرکړي .
د ایران جمهور رئیس د افغانستان د حکومت پر خود ارادیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان په اړه د ایران حمایوي پالیسۍ بدلون نه دی کړی او په راتلونکې کې به هم بدلون ونه مومي.

هغه زیاته کړه، ایران هغه ټول افراد او ډلې چې د ویرې او دهشت سبب کېږي، تروریستان بولي ځکه چې د دغو ډلو د فعالیت اساس د ظلم، تیري او په بهرني ملاتړ ولاړ دی.
حسن روحاني څرګنده کړه چې له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدل وخت ته اړتیا لري. ده زیاته کړه چې ایران غواړي په دغه هېواد کې میشت افغان کډوال په قانوني چوکاټ کې اقامت ولري.
په دې کتنه کې دواړو لورو له نشه یي توکو څخه د رامنځته شویو ستونزو د حل لارو، د اوبو د سرچینو د اړوندو قراردادونو، د سیمه ایزو ترانزیتي لارو، د هغې له جملې څخه د چابهار بندر په اړه هم خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته