امنیت

وسله والو طالبانو يوښوونځې ته اور واچاوه

کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

يو ښوونځې او سل ټوکه قران عظيم الشان پرون په جوزجان ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا وسوځول شول

باخترا ژانس دجوزجان ولايت دمرستيال فقير محمدجوز جاني له خو لى خبر را کړ پرون يو شمير وسله والو کسان دمرديانو ولسوالۍ دعلم ليک د کلي د منځنې ښوونځې دسوځولو په مقصد د ښوونځې انګړ ته ننو تل دوه تنه سا تو نکي يي په ډزو سره ټپيان کړل او ښوونځې ته يي اورواچاوه

ده زيا ته کړه : وسله وال کسان د ښوونځې له سوځولو وروسته وتښتيدل او اور دسيمې د خلکو له خوا ووژل شو سره له دې هم د ښوونځې ودا نۍ ته زيان او شتې دي اود ښوونځې تحويلخا نه چې په زرګونو کتا بو نه او سل ټوکه قران عظيم الشان  پکې وو په بشپړه تو ګه سوځيدلي دي

 دجوزجان د والي مرستيال باختر ا ژانس ته وويل چې دغه ښوونځې د وسله والو طالبانو له خوا سوځول شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته