ټولنه

په شهرستان او ميرامور ولسواليو کې دښاروالۍ ادارې جوړيږي .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
ددايکنډي ولايت دميرامور  او شهرستان په ولسواليو کې دښاروالۍ ادارې جوړيږي .
ددايکنډي دوالي وياند علي اکبر ناطقي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو دوو ولسواليو کې دغه تشکيلات مخکې پيشنهاد شوي وو چې له نيکه مرغه دجمهوري رياست دمقام له خوا منظور شول .
ده وويل دښاروالۍ دادارو جوړول ددغو ولسواليو په چوکاټ کې ددغو ولسواليو داوسيدونکو دخدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ به يوشمير ځوانانو ته دکار زمينه هم برابره شي  او دغه ادارې به  دعوايدو په راټولولو کې هم اقدام وکړي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته