امنیت

دوه تنه ځانمرګي يرغلګر په هلمندکې ووژل شول

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
دوه تنه  ځانمرګي يرغلګرنن په هلمند ولايت کې ووژل شول .
د٢٠٥ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د لښکرګاه ښار په دوه لارې سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ځانمرګو يرغلګرو غوښتل چې په بمونو بار يوموټر په يوه ګڼ ميشته ساحه کې وچوي چې هدف ته له رسيدومخکې د ملي اردو  د ځواکونوله خوا وپيژندل شول او وچول شول .
خبرحاى وويل چې په دې پيښه کې يوازي  دوه تنه ځانمرګي يرغلګر وژل شوي دي.
ديوبل خبر له مخې:
د هلمند ولايت د لښګرګاه ښار په دوه لارې ساحه کې د ملي اردو دځواکونو دعملياتوپه بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يوتن بل ټپى شو .
خبرځاى وويل چې ددغو عملياتوپه بهيرکې له يوې تومانچې او له يوې ايکم مخابرې سره يو موټرسايکل  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته