اقتصاد

دهرات کروندګروته دزعفرانو دپياز وويشل .

-کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
په روان کال کې د زعفرانو نوي ټنه پياز د هرات ولايت په بزګرانو ويشل شوي دي.
دهرات دکرنې رياست مسوولين وايي د زعفرانو دغه پياز په ٥١٧ تنو بزګرانو ويشل شوي دي.
دوى څرګنده کړه چې اوس د زعفرانو د څلور کيلوګرامو پيازو بيه زر افغانۍ ټاکل شوې وې.
دکرنې رياست مسوولين وايي د زعفرانو يو سلو شپيته ټنه پياز دهرات له بزګرانو څخه پيرودل شوي او دهيواد نورو ولايتونو ته ليږل شوي دي دهرات ولايت په ټولو ولسواليو کې زعفران کرل کيږي.
ديادونې وړ ده چې شپږ زره اته تنه بزګران له خپلو کورنيو سره د زعفرانو په کرکيله بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته