اقتصاد

جمهورريیس غني د دولتي بانکونو کارونه وارزول

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د جلا جلا غونډو پر مهال د پښتني بانک، ملي بانک او نوي کابل بانک کارونه وارزول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو غونډو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د یادو بانکونو ريیسانو د خپلو کارونو راپورونه جمهورريیس غني ته وړاندې کړل او همداراز یې په دې بانکونو کې د شته ستونزو په اړه معلومات ورکړل.
جمهورريیس غني د راپورونو تر اورېدو وروسته وویل، د دولتي بانکونو د دقیق ظرفیت معلومولو لپاره یوې ټولیزې ارزونې ته اړتیا ده. هغه د یادو بانکونو ريیسانو ته لارښوونه وکړه چې د دولتي بانکونو له جایدادونو څخه د ګټورې استفادې او په دې بانکونو کې د ظرفیتونو لوړولو لپاره مشخصې طرحې ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.
جمهورريیس وویل، د حکومت اړوند بنسټونه تیار دي چې د بانکونو د جایدادونو د مدیریت په برخه کې همکاري وکړي او همداراز د بانکونو په ټپه ولاړه پانګونه کې د تحرک لپاره په مشخصو سکتورونو کې د پانګونې زمینه برابره کړي.#پاى- ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته